Home Podcasts د يو مسافر سفر
د يو مسافر سفر

د يو مسافر سفر

Pashto Radio 21 Episodes

دا پوډکاسټ د جان بونيان د مشهور اثر 'The Pilgrim's Progress' د پښتو ژباړه ده. په دې کې د يو مسيحی سفر کوونکي کيسه بيانېږي، څوک چې د سفر پر مهال مسيحيانو او نورو خلکو ته د ابليس د فتنو نه د ځان ساتلو لارې ښيي. د سفر په اوږدو کې هغه ډېر تکليفونه او ستونځې زغمي، خو په پای کې په سلامتۍ آسماني ښار ته رسي. پوډکاسټ د ايمان او استقامت درس ورکوي.

Episodes

Entering the City of God
Entering the City of God 30:56 مسافران د بيلوه زمکې ته ورسيږى او هلته ځلېدونکو کسانو سره ملاو شى څوک چې هغوئ د يو درياب خوا ته بوځى د کوم نه چې د هغوئ تېرېدل وُو. مسيحى په ډوبېدو شى او روح هغۀ ته د هغۀ د زړو ګناهونو په حقله خبرې کوى خو اُميدوار د هغۀ ډاډګيرنه وکړى او هغه ترېنه راوباسى. هغوئ د صيون په غرۀ وخيژى او په دروازه ور دننه شى او ښار ته روان شى. لاپرواه د وردننه کېدو کوشش کوى خو هغۀ ته اجازت ملاو نۀ شى. مسيحى او اُميدوار
About Backsliders
About Backsliders 28:18 يو ځل بيا هغوئ لاپرواه سره ملاو شى او په سختئ سره د هغۀ ازمېښت کوى او دا معلومه کړى چې هغه اوس هم په خپل کارونو باور کوى او هېڅ کله يې هم په مسيح باندې باور نۀ دے کړے او هغه د خُدائ پاک ويره کوم چې د ګناه د سزا په وجه پېدا کيږى، هغه د توبې خوا ته بيا بوتلے شى. اُميدوار بيا د وروستو کېدو دليلونه بيانوى. د دې مطلب د زړۀ په مکمل توګه نۀ بدلېدل، د انسان ويره، غرور او د عدالت لاپرواهى کول دى. اُميدوار
Hopeful remembers Faithful
Hopeful remembers Faithful 22:07 هغوئ يو بې دينه سړى سره ملاو شى څوک چې په هغوئ ټوکې کوى او ورته وائى چې داسې هېڅ ښار نشته ځکه چې هغۀ داسې څۀ ليدلى نۀ دى. هغوئ د جادو زمکې ته راشى او اُميدوار د ايماندار او خپل ملګرتيا په حقله خپله ګواهى هغې ته واورئ چې څنګه روحُ القدس او د خُدائ پاک کلام د هغوئ زړونه بدل کړل او توبه ګار شو او خپل ګناهونه يې پرېښودل. ايمان په ناليدلى څيزونو د باور کولو ثبوت دے. زمونږ خپله ګواهى طاقت لرى. په پوره ت
Leviathan
Leviathan 22:17 مسيحى اُميدوار ته د لږ ايمان او عيسو تر مينځه د جنګ په وخت د زړَورتيا فرق، د جوليټ د طاقت او د جنګى اس تر مينځه د فرق وضاحت وکړو او خبردارے يې ورکړو چې د حد نه زيات په ځان باور ونۀ کړې. چاپلوسى هغوئ دوکه کړى او په جال کښې يې راګېر کړى خو مدد راشى او هغوئ آزاد کړى. بغېر ايمان نه لږ ايمان ښۀ دے. په جنګ کښې د سړى پته لګى. د چاپلوسو نه ځان ساتئ.
The Delectable Mountains
The Delectable Mountains 28:48 د نور په رڼا کښې هغوئ د بادشاهانو په لار واپس روان شول او ښائسته غرونو ته ورسېدل چې شپونکى، علم، تجربې، بېدار او وفادار سره ملاو شى، څوک چې هغوئ ته د غلطۍ غر او د احتياط غر وښائى، او څۀ نور خبردارى او هغه خلق ورته وښائى کوم چې ورک شوى او بې لارې شوى وُو. هغوئ لاپرواه سره ملاو شى څوک چې په خپل کار باور لرى او د لږ ايمان په حقله خبرې کوى څوک چې په لاره ډاکوانو لوټ کړے وو. د بادشاهانو په لاره اوسئ. ع
Captives in Doubting Castle
Captives in Doubting Castle 22:15 په تيارو کښې، د وهل خوړلو او د لوږې نه پس مايوسى مسافران په ازمېښت کښې واچوى چې هغوئ ځانونه مړۀ کړى، خو اُميد مسيحى له ډاډګيرنه ورکړى چې زړۀ ونۀ بائلى. مايوسى او شرميله د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړى خو کله چې هغوئ دعا شروع کړى او د خُدائ پاک شکر وکړى نو مسيحى ته هغه د لوظ يوه چابى را په ياد شى کوم چې د هغوئ ټول زنځيرونه او دروازې کولاو کړى. مايوسى د هغوئ ودرولو کوشش کوى خو ناکامه شى. په دعا ک
Giant Despair
Giant Despair 24:17 هغوئ بيا د ژوندون اوبو خوا ته راشى چې اوبۀ ترېنه وڅښى او هلته اودۀ شى. څو ورځې د آرام نه پس هغوئ په خپله لار روان شى او د هغوئ لاره کاړيزه شى او مسيحى د هغوئ لارښودنه د شنو وښو مېدان خوا ته وکړى. په لاره هغوئ د دروغو ډاډګيرنې سره ملاو شى او ډېر زر په هغوئ تيارۀ او باران ورېدل شروع شى. دوئ په کنده کښې پرېوځى چرته چې هغوئ يو د مايوسۍ ديو سره ملاو شى څوک چې هغوئ بې حوصلې کوى، ووهى، په قېد کښې واچوى ا
Christian and Hopeful
Christian and Hopeful 22:37 مسيحى او اُميدار مخکښې روان شى او بربادوونکے دنيا-نيول، پېسو-مينه او ټول-بچ-کول سره ملاو شى. هغوئ دا خبرې کوى چې څنګه يو خدمتګار د مذهب په نوم پېسې راغونډوى خو مسيحى د هغوئ اصلاح کوئ او هغوئ وروستو شى. ديماس مسافرانو ته د سخا مالداره غر ښودلو بلنه ورکړى خو هغوى ترېنه انکار وکړى. هغوئ د يو بُت خوا ته راشى کوم چې د لوط د ښځې بُت وى. د پېسو مينه يو جال دے. دنيا حاصلولو دپاره خپل ځان وبائلئ. د لوط ښځه
Faithful put to death
Faithful put to death 21:58 دروغ د ايماندار خلاف د کينې، وسوسې او د خود غرضۍ ګواه شى څوک چې د خپلې دفاع دپاره رښتيا وائى. نفرت-ښۀ قاضى د هغۀ خلاف قېصله وکړى او عدالت هغه د مرګ مجرم ګړى. ايماندار په بې دردئ سره ووجلے شى. اُميدوار مسيحى سره يو ځائ شى او بربادوونکے هم د دوئ تر مينځه راغے خو کله چې مسيحى د هغۀ امتحان اخلى نو هغه وروستو شى. رښتيا سره مينه وکړئ. د مرګ وفادار اوسئ. د غرضى ملګرو نه ځان ساتئ.
Vanity Fair
Vanity Fair 24:21 د بېهودګئ نمائيش ته ور دننه کېدو سره مسافران د کنزلو او ظلم مخنيوے وکړى. هغوئ وهل شوى، قېد شوى، په شاوخوا کښې پريډ شوى او سپکاوے کيږى. هغوئ په دې ستونځو کښې يو بل له حوصله ورکوى او په دې فکر کښې وى چې په دواړو کښې به څوک اول مرى کله چې به ازمېښت ته وروړاندې کيږى. د خُدائ پاک منونکے تکليف زغمى. دنيا سره مينه خُدائ پاک سره دښمنى ده. د شهيدانو وينه ظائع کيږى نه.
More of Faithful
More of Faithful 22:33 ايماندار په شروع کښې د کړتن په خبرو دوکه شو خو څۀ وخت پس هغه پرې پوهه شو او هغۀ ته يې په ښکاره ووئيل چې تۀ يو منافق کس يې. کړتو د هغه ځائ نه لاړ شى. مسيحى د ايماندار تعريف وکړى او تبليغى راشى او هغه هغوئ ته وړاندې راتلونکى بېهودګئ د نمائيش په حقله ووائى په کوم چې به هغوئ ضرور تېريږى. په خبرو دوکه ونۀ خورئ. عمل کونکې جوړ شئ، تشې خبرې کولو والا نه. ټول د بېهودګئ نه تېريږى.
Faithful’s Journey
Faithful’s Journey 30:23 ايماندار بيا قانون سره ملاو شو چا چې هغه بې رحمئ سره وهلې وو خو مالِک خُدائ هغه ودرولو. خو بيا هم قانون مسافر صليب په لور روان کړو. بيا نا اُميدى راغله چا چې د ملګرى بائيللو خبردارے ورکړو، د کوم چې مخالفت ډېر او سخت وو. د دې نه پس مسافر کړتن سره ملاو شو چا چې تشې کړتې کولې او نور د څۀ کار نۀ وو. قانون د سکول اُستاذ دے. د عزت په وړاندې عاجزى. څۀ خلق تشې خبرې کوى.

Recommended