
نوے اُميد
د پروګرامونو يو داسې سلسله چې پکښې وړومبنى پينځلس منټونه د ژوند د کارونو، لکه د صحت په حقله تعليم، د ماشومانو د خيال ساتلو په حقله او نور دغه شان څيزونو په حقله خبرې شوى دى. او وړاندې پينځلس منټ "د روح په حقله تعليم"، په کوم کښې چې مونږ د کتابِ مقدس نه د ښځو د اُميد په حقله تاسو سره شريک کړې دى. دا د ښځو لپاره د امید یو پروګرام دی چې د ژوند مهارتونو او روحاني تعلیم باندې تمرکز کوي.
Episodes

Malaria – God invites all
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې په حقله اورئ چې مليريا ئې وى. تاسو به دا زده کوئ چې د مليريا علامتونه او نښې څۀ څۀ وى، څنګه د دې علاج کولے شئ او څنګه خپل ځان د دې نه بچ ساتلے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د عيسىٰ مسيح يو مثال هم اورئ چې د لوئې مېلمستيا په حقله دے. په دې کښې به تاسو دا زده کوئ چې د خدائ پاک بلنه د ټولو خلقو د پاره وى خو ځينې نۀ غواړى چې دا بلنه قبوله کړى. نو زما ملګر

Natural Pest Control – Your call to mission
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به خپل فصل او سبزيانې د چينجو نه بچ ساتئ. او تاسو به دا هم اورئ چې د خدائ پاک کلام زمونږ حفاظت کوى. او خدائ پاک څنګه مونږ د خپل خدمت او د ذيرى خورولو د پاره غوره کوى. تاسو به دا هم زده کوئ چې کله مونږ په خدائ پاک يقين ساتو او د هغۀ تابعدارى کوو نو هغه زمونږ ضرورتونه پوره کوى او حفاظت مو کوى.

Disability – Jesus heals a blind man
خلق اکثر معذوره خلق دومره څۀ کښې نۀ شاملوى. او نۀ دومره اهميت ورکوى. خو په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې تاسو هغوئ څنګه هر څۀ کښې خپل ځان سره شاملولے شئ. د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح يو ړوند سړى له شفا ورکوى او د خدائ پاک رحم او قدرت ورته ښائى. هغه خلقو ته دا هم وائى چې معذورى د ګناه په وجه نۀ راځى. په دې پروګرام کښې به تاسو خاص خبره دا زده کوئ چې مونږ د خدائ پاک په نظر کښې خاص

Sun-dried Fruit – Fruit of the Spirit
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به نمر ته مېوې وچوئ او هغه به استعمالوئ. د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې د خدائ پاک روح په ښۀ ژوند تېرولو کښې زمونږ مدد کوى. او روح القدس زمونږ ژوند او روح بدلوى.

Hospitality – God’s Hospitality
زما ملګرو په دې پروګرام کښې به تاسو د مېلمستيا په حقله اورئ. او دا به زده کوئ چې څنګه ښۀ طرېقې سره مېلمستيا کولے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د مرتا او مريم قيصه هم اورئ چې څنګه ئې د عيسىٰ مسيح مېلمستيا کړې وه. او خدائ پاک مونږ ټولو له بلنه راکوى چې د هغۀ په کورنۍ کښې شامل شو او د تل د پاره هغۀ سره يو.

Connecting with people – Easter story – Connecting with God
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به خلقو سره ملګرتيا جوړوئ. او تاسو به د هغه ماشومانو په حقله هم اورئ چا ته چې خبرې کول او خلقو سره ملګرتيا جوړول ګران وى. تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح دې دنيا ته راغلو، په سولۍ شو او د مړو نه بيا راژوندے شو. تاسو به دا هم اورئ چې خدائ پاک سره څنګه خپل تعلق مضبوطولے شئ او هغۀ ته نزدې کېدے شئ.

Shingles – Healing of the Lame Man
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې کۀ د چا په وجود سره لمبه راوځى نو څنګه ئې علاج کولے شى او د دې علامات څۀ څۀ دى. د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې پطروس او يوحنا يو شل سړى له شفا ورکړى او هغوئ د انسانانو په ځائ د خدائ پاک تابعدارى کول غوره کړى.

Rejection – Acceptance by God
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې خلق څنګه زمونږ نه نفرت کوى او مونږ رد کوى. خو مونږ د خدائ پاک په نظر کښې ډېر خاص يو. هغه مونږ نۀ رد کوى بلکه مونږ له اهميت راکوى او ښۀ په مينه مو قبلوى. ځکه چې زمونږ حقيقى اهميت د خدائ پاک په مينه او قبوليت کښې دے.

Budgeting – Biblical thinking about money
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې اورئ چې څنګه به خپلو پېسو خرچ کولو د پاره او د هغې صحيح استعمال د پاره منصوبه جوړوئ. څنګه به خپلې پېسې هوښيارتيا سره خرچ کوئ. او د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې تاسو له په خدائ پاک باندې يقين ساتل پکار دى، تاسو له محنت کول پکار دى، خوشحاله او د سخاوت ژوند تېرول پکار دى. تاسو به دا هم اورئ چې د کتاب مقدس په مطابق پېسو د پاره زمونږ رويه څنګه پکار ده.

Making healthy changes – Naomi’s Story
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه په خپل ژوند کښې ښۀ بدلون راوستلے شئ او خراب عادتونه پرېښودلے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د يوې ښځې او د هغې خاوند رښتينې قيصه هم اورئ چا ته چې د زړۀ تکليف وو. تاسو به دا زده کړئ چې خدائ پاک په زمونږ په ګرانو حالاتو کښې هم خپله وفادارى ښائى او زمونږ مدد کوى.

Hearing Loss – Deafness – Jonah
په دې پروګرام کښې به تاسو د کوڼوالى په حقله اورئ. چې يو ماشوم ته څنګه په ماشوموالى کښې دا مسئله راپېښېدلے شى. او تاسو څنګه دا پېژندلے شئ چې ماشوم صحيح طرېقې سره اورى او کنه. او د دې نه علاوه تاسو به د حضرت يونس او د يو غټ کب قيصه هم اورئ. ياد ساتئ چې خدائ پاک مونږ سره خبرې کوى نو پکار دى چې د هغۀ آواز واورو.

Older People – Simeon and Anna
زما ملګرو په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې د مشرانو په وجه څنګه زمونږ کورنۍ او ټولې معاشرې ته برکت ملاويږى. د دې نه علاوه تاسو به د شمعون او حناه په حقله هم اورئ چې ذکر ئې په کتاب مقدس کښې شوے دے. هغوئ ډېر پرهېزګار وو او هر وخت به ئې دعا کوله، او دې ته تيار وو چې په سلامتۍ سره دې دنيا نه رخصت شى.

Massage – Jesus’ Touch
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه خپلو وړو ماشومانو له مالش کولے شئ، په په کور کښې مشرانو او نورو خلقو له مالش او زور کولے شئ. تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح يو جذامى، ماشومانو او هغه ښځې له لاس وروړى چې خراب ژوند ئې تېر کړے وو. تاسو به اورئ چې عيسىٰ مسيح ټولو سره مينه کوى، هغوئ قبلوى، معافى ورکوى او خلقو له اُميد ورکوى.

Pain in the Chest – Consequences of Sin
تشريح: په دې پروګرام کښې به تاسو د سينې د درد په حقله خبرې اورئ. تاسو به دا هم اورئ چې مونږ څۀ کوو نو دا زمونږ په صحت اثر غورزوى. د دې نه علاوه تاسو به اورئ چې زمونږ غلط کارونه زمونږ په روحانى ژوند اثر غورزوى. خدائ پاک مونږ معاف کوى خو کېدے شى چې د غلطو کارونو نتيجه بيا هم موجوده وى. خدائ پاک مونږ معاف کوى او هغه زمونږ ګناهونه هېروى.

Marriage Part 3
په تېر شوى پروګرامونو کښې تاسو د وادۀ د رشتې په باره ډېرې ښې ښې خبرې زده کړې او زمونږ د دې پروګرام موضوع هم د وادۀ په باره کښې ده. آيا تاسو چرته داسې ښځې سره ملاو شوى يئ چې ستاسو په خيال هغې ته د هيڅ څيز کمے نۀ وى؟

Care for the Elderly
آيا ستاسو په کور کښې داسې مشران شته چې تاسو ئې خيال ساتئ؟ که چرې ستاسو کور کښې مشران وى او تاسو ئې خيال ساتئ نو بيا تاسو دا پروګرام خامخا واورئ.

Complaining At Home
کله کله چې مونږ ډېر ستړى شو نو بيا مونږ ګيلې او شکايتونه کوو. ميدندې د بچو په سر شکايت کوى او کله کله بچو ته د خاوند په سر شکايت کوى. خو ملګرو، آيا دا شکايتونه او ګيلې مسئلې حل کوى؟ او د دې په وجه حالات سميدے شى؟ آيا دا څۀ مرسته کوى؟ ستاسو څۀ خيال دے؟

Suicide
کله کله زمونږ په ژوند کښې داسې پېښې راځى چې بيا زمونږ د خپل ژوند نه زړۀ موړ شى او نور ژوند تېرول نۀ غواړو او داسې محسوسوو چې مونږ نور ژوندى نۀ شو پاتې کېدے. په دې پروګرام کښې به تاسو د داسې حالاتو او فکرونو نه د بچ پاتې کېدلو د پاره ښې خبرې اورئ او مونږ اُميد لرو چې تاسو به د دې نه ډېرې ښې خبرې زده کړئ.

When a Marriage Becomes Stale – Love Languages
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې خور نه د هغې د وادۀ رشتې په حقله قيصه اورئ. چې کله د هغوئ په رشته کښې مشکلات راشى نو بيا هغه د دې د ختمولو د پاره څۀ وکړى. تاسو به د هغې نه ډېرې ښې مشورې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو دا زده کوئ چې مالک عيسىٰ مسيح څنګه د مينې پنځۀ طريقې استعمال کړې او مونږ ته ئې خپله مينه څرګنده کړه

Child Education – Part 1 Mother & School
به تاسو د ماشومانو د تربيت په حقله خبرې زده کوئ. مونږ تاسو سره د ژوند د مختلفو حالاتو په حقله خبرې کوو او د دې نه به تاسو ډېره فائده تر لاسه کړئ. دې نه علاوه به تاسو د دې په حقله خبرې زده کوئ چې څنګه به په خپل ژوند کښې په روحانى طور وده کوئ او د خدائ پاک د رضا په مطابق به ژوند تېروئ.

Child education – Part 2
په تېر شوى پروګرام ګښې تاسو د ماشومانو د دنياوى او روحانى تعليم په باره کښې واورېدل او په دې پروګرام کښې به هم تاسو د ماشومانو د تعليم او د هغوئ د مرستې په حقله به خبرې اورئ.

Hot Water – Syncretism
په دې پروګرام کښې به تاسو د ګرمو اوبو څښلو فائدې او په ګرمو اوبو د غړغړې کولو په باره کښې زدهکړه کوئ. او د دې نه علاوه به تاسو د دې په حقله هم خبرې اورئ چې څنګه به صرف په رښتينى او حقيقى خدائ پاک ايمان ساتئ او د نورو معبودانو نه به خپل ځان بچ ساتئ.

Self Care – Rest in Jesus
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې زده کوئ چې مونږ څنګه د خپل ځان خيال ساتلے شو. او که تاسو په ذهنى دباؤ کښې راګېر يئ نو څنګه به خپل ځان د دې نه خلاصوئ. او د دې نه علاوه تاسو د دې په حقله هم خبرې اورئ چې څنګه په مالک عيسىٰ مسيح کښې آرام موندلے شئ.

Suicide – Abundant Life
خلق ولې خودکشى کوى؟ هغوئ څنګه ځان د خودکشۍ نه بچ کولے شى او د تل عمرى ژوندون حاصلولے شى. په دې پروګرام کښې به تاسو د دې هر څۀ په حقله خبرې زده کوئ او زمونږ اُميد دے چې د دې نه به تاسو ته ډېره تسلى ملاؤ شى. عيسىٰ مسيح مونږ ته د ژوند تېرولو وجه خائى او دعوت راکوى خو که چرې مونږ په هغۀ باور لرو.

Raising an Only Child – Sarah’s Story
په دې پروګرام کښې به تاسو د يو هلک د تربيت په حقله خبرې اورئ. تاسو به څنګه د خپل نيازبين يک يو زوئ تربيت کوئ او څنګه به خپل ځان او د خپلې کورنۍ په بيمارئ کښې خيال ساتئ. د دې نه علاوه به تاسو د کتاب مقدس نه د بىبى ساره قيصه هم اورئ.

The Carer – God made each of us special
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې اورئ چې څنګه به د نورو خلقو خيال ساتئ، که هغه معذوره وى او که روغ خو تاسو به څنګه د هغوئ خيال ساتونکى جوړيږئ. او د دې نه علاوه به تاسو د دې په حقله هم خبرې اورئ چې خدائ پاک مونږ هر يو کس ډېر خاص پېدا کړى يو.

Kidney Stones – The Unjust Judge
په دې پروګرام کښې به تاسو د ګردې د کاڼى او د اوبو څښلو د اهميت په حقله اورئ. او د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د يو بې انصافه قاضى واقعه هم اورئ. کومه چې د لوقا په اتلسم باب کښې ده. د دې پروګرام مقصد دا دے چې خدائ پاک زمونږ دعا اورى، زمونږ ضرورتونه پوره کوى او مونږ د بې انصافۍ نه ساتل غواړى

The Christmas Story
په دې پروګرام کښې مونږ تاسو سره د يوې خاص موقعې په حقله خبرې کوو. دا خاص موقعه د کرسمس په حقله ده. تاسو به اورئ چې کرسمس ولې يوه خاص او د خوشحالۍ موقعه ده. په دغه ورځ څۀ خاص شوى وو چې اوس په کښې مونږ خوشحالى کوو؟ دا د چا د پېدايښت موقعه ده؟ په دغه ورځ داسې خاص څوک پېدا شوى وو؟

Sprains – Naomi’s Conversion
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې کله د چا خپه واوړى نو څۀ کول پکار دى. دا ضرورى ده چې هغه خپه اوچته ونيسى، واوره پرې کيږدى، آرام وکړى او پټۍ ترې تاؤ کړى. د دې نه علاوه تاسو به د نعومى قيصه هم اورئ چې هغې څنګه د خدائ پاک مينه وپېژندله او ايمان ئې راوړو. د ټولو نه خاص خبره دا ده چې تاسو هر څنګه يئ خو خدائ پاک درسره مينه کوى او ستاسو ژوند د پاره خاص منصوبه لرى.

Relative in Prison – Trust God in Trouble

Good Listening – You are Unique
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې د نورو خلقو خبرې ولې غور سره اورېدل پکار دى. خپل ځان نورو سره مۀ پرتله کوئ. چې څۀ هم کوئ نو د خدائ پاک د پاره ئې وکړئ. تاسو خاص يئ او خدائ پاک تاسو قبلوى.

Chickenpox – Love of Money
په دې پروګرام کښې به تاسو د شرى او د هغې د علاج په حقله خبرې اورئ. او د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د مالدار سړى او لعزر مثال هم اورئ. او د دې نه به تاسو دا زده کړئ چې د پېسو مينه څنګه زمونږ زړونه د خدائ پاک نه لرې کوى. او د ټولو نه خاص خبره دا ده چې مونږ له د پېسو په ځائ د خدائ پاک سره مينه کول پکار دى او صرف د هغۀ عبادت کول پکار دى او د هغۀ شفقت دې نورو ته ښکاره کړو.

Relaxation – Prayer
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله اورئ چې مونږ ته د آرام ضرورت دے. تاسو به د هغه ورزش په حقله هم اورئ کوم چې مونږ له په ذهنى دباؤ کمولو کښې مدد راکوى. او دا به هم زده کوئ چې عيسىٰ مسيح مونږ ته په خدائ پاک باندې د يقين کولو په حقله ښودنه کړې ده. او دا به هم اورئ چې په ذهنى دباؤ او فکرمندئ کښې څنګه د خدائ پاک د طرف نه آرام موندلے شئ.

Foot Care – Jesus washed feet
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به د مالش کولو، صفايئ خيال ساتلو، پېزار اچولو او د ورزش په ذريعه د خپلو پښو خيال ساتئ. او تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح د خپلو مريدانو پښې ووينځلې او زمونږ د پاره ئې يو مثال قايم کړو. او خاص خبره دا ده چې هغه دې دنيا ته زمونږ د خاطره راغلو او خپل ژوند ئې قربان کړو. هغۀ خپل ځان حليم کړو، خو خدائ پاک هغۀ له لوئ مقام ورکړو.

Heart Health – Guard Your Heart
تاسو د خپل زړۀ د صحت څنګه خيال ساتئ؟ د زړۀ مسئله د څۀ په وجه پيښيږى؟ په دې پروګرام کښې به تاسو د زړۀ د خيال ساتلو او د ښۀ صحت په حقله خبرې زده کوئ. زمونږ د صحت د پاره د ورزش څۀ اهميت دے؟

Queen Esther
آيا ستاسو د باتورانو يا د بهادرانو قيصې خوښې وى؟ په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې عامې جينۍ په حقله خبرې اورئ چا چې د خپلو خلقو د پاره جنګ وکړو او داسې حالاتو ته وليږلے شوه چې د هغې د مرضۍ خلاف وو.خدائ پاک زمونږ د حالاتو نه خبر دےخدائ پاک د خپل مقصد د پاره ښځه هم استعمالوى.

Divorce – Jesus’ Compassion
که چرې ستاسو په کورنۍ کښې د چا طلاق شوے وى، يا ستاسو په خپله طلاق شوے وى نو دا پروګرام به ستاسو د پاره ډير د تسلئ سبب وګرځى. په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې په حقله قيصه اورئ په چا باندې ډير تکليفونه تير شول.

Fatherhood – God our Father
په دې پروګرام کښې به تاسو د پلار په حقله خبرې اورئ چې د پلار جوړېدو په اصل کښې څۀ مطلب دے. به تاسو دا زده کوئ چې پلار جوړيدل څومره خاص ذمه وارى ده.

Typhoid – David & Goliath
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې داسې بيمارئ په حقله خبرې اورئ چې ورته ټائيفائيډ يعنى لويه تبه وئيلے کيږى. د دې نه علاوه به تاسو د حضرت داؤد او جوليت په حقله قيصه اورئ اورئ.

First Aid for Cuts – David runs from Saul
اکثر چې مونږ په کور کښې يا په پټو کښې کار کوو نو په چاړۀ يا په څۀ بل څيز زمونږ ګوته زخمى شى. په دې پروګرام کښې به تاسو دا زده کوئ چې کله يو کس زخمى شى نو تاسو په دغه وخت کښې څۀ کولے شئ. د دې نه علاوه به تاسو د حضرت داؤد او د ساؤل قيصه هم واورئ.

Mother-in-law
په دې پروګرام کښې دوا ښځې يو بل سره د خواښې په باره کښې خبرې کوى. يوه ښځه د بلې ښځې نه د خواښې جوړيدو په حقله تپوس کوى چې تۀ به څنګه خواښې جوړيږې؟ تاسو به په دې پروګرام کښې دا هم زده کوئ چې تاسو د خپلو بچو د پاره څنګه د برکت سبب ګرځيدے شئ.

Barrenness
ډير خلق داسې شته چې هغوئ د بچو خواهش لرى. د يوې ښځې په ژوند کښې ګران وخت دا دے چې کله د هغې بچى نۀ وى. هغه غواړى چې بچى ئې اوشى خو د هغې بچى نۀ کيږى. آيا د دې علاج شته او که نه؟ د دې هر څۀ په حقله به تاسو په دې پروګرام کښې اورئ او مونږ اُميد لرو چې د دې پروګرام نه به تاسو ښۀ زده کړه وکړئ.

Deception
په دې پروګرام کښې به تاسو د دوکې په حقله خبرې اترې اورئ چې څنګه په مختلفو حالاتو کښې مونږ دوکه کيږو. د دې نه علاوه به مونږ تاسو سره د رښتياو په باره کښې هم خبرې شريکوو. د ټى وى زمونږ په ژوند باندې ښۀ او بد اثر.

Divorce – What does God say about divorce
د طلاق موضوع ډيره دردناکه او د خفګان نه ډکه موضوع ده. زمونږ اُميد دے چې دا پروګرام به ستاسو د پاره د تسلئ او حوصلې سبب وګرځى.

Cleanliness & Health – Clean Heart
تاسو د صحت مند پاتې کيدو د پاره څنګه د خپل وجود خيال ساتلے شئ. د دې نه علاوه به تاسو د صفا يا پاک زړۀ په باره کښې هم زده کړه کوئ.

Fears
داسې څۀ دى چې تاسو د هغې نه ويريږئ يا په تاسو چرته يره راغلې ده؟ ويره د څۀ په وجه پېدا کيږى. يره څنګه په ايمان کښې بدلېدے شى. په دې پروګرام کښې به تاسو د ويرې په حقله ډيرې خاص خبرې زده کړئ او د دې خبرو نه به فائده تر لاسه کړئ.

Malaria & Adversity
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې اورئ چې تاسو څنګه د مليريا نه ځان بچ ساتلے شئ. د دې نه علاوه به تاسو په خپل ژوند کښې د ګرانو حالاتو د مقابلې کولو په باره کښې هم خبرې اورئ او زده کړه به ترې کوئ.

Facing Stress
تاسو نن ځنګه محسوسوئ؟ آيا تاسو د خپلو ماشومانو د پاره فکرمند يئ؟ آيا ستاسو په کور کښې جنګ جګړې شته؟ آيا تاسو د حالاتو په وجه فکرمندئ او ذهنى دباؤ کښې راګير يئ؟

Power of Words
په دې پروګرام کښې به تاسو د خبرو او د هغې د طاقت په باره کښې اورئ. په دې پروګرام کښې به تاسو د خُلې د بوئ او د دې د ختمولو په باره کښې خبرې اورئ او د دې نه علاوه به هغه خبرې زده کوئ د کومو نه چې مونږ ټولو ته حوصله او تسلى ملاويږى.

Rest
په دې پروګرام کښې مونږ تاسو سره د آرام په باره کښې کوو. ستاسو د پاره د آرام څۀ مطلب دے؟ مونږ څنګه خپل ستړے والے او سستى ختمولے شو.

You are Special
په دې پروګرام کښې به تاسو دا زده کوئ چې څنګه به مختلف څيزونه ضائع کيدو نه بچ کوئ او يا دا چې کوم څيزونه مونږ ضائع کوو نو هغه به څنګه بيا په استعمال کښې راولو. د دې نه علاوه به تاسو دا هم اورئ چې تاسو د خدائ پاک په نظر کښې ډير خاص يئ.

Washing Hands
په دې پروګرام کښې مونږ د يو خاص او بنيادى موضوع په باره کښې خبرې کوو او دا موضوع د لاس وينځلو په حقله ده. آيا تاسو يا ستاسو بچى د خوراک نه مخکښې خپل لاسونه ويننځى؟ تاسو به د دې په باره کښې هم زده کوئ چې ستاسو لاسونه څومره قيمتى دى.

Marriage Part 1
کله چې تاسو د وادۀ نوم اورئ نو تاسو څۀ محسوسوئ؟ ښځه او خاوند څنګه خپل ژوند په امن او سلامتۍ سره تېروى؟ آيا تاسو د خپل زوئ يا د لور د وادۀ په تيارئ کښې لګيا يئ؟ که چرې داسې وى نو بيا خامخا دا خبرې واورئ.

Marriage Part 2
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې اورئ چې تاسو به څنګه د ښځې او خاوند په توګه يوه خوشحاله کورنۍ جوړولے شئ. تاسو څنګه خپله د وادۀ رشته مضبوطه، کاميابه او د نورو خلقو د پاره د برکت نه ډکه جوړولے شئ؟

Nutrition – Proverbs – What Comes Out of Your Mouth
کوم څيز ډير زيات اثر غورځوى؟ کوم چې زمونږ خُلې ته دننه ځى او که نه څۀ چې ترې راوځى؟ په دې پروګرام کښې په تاسو د دې په حقله خبرې اترې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د صحت مند خوراک په باره کښې يو څو خبرې اورئ.

Quarrelsome Wife – Nagging
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې جګړمارې ښځې په باره کښې خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د متلونو د کتاب نه متلونه اورئ. په دې پروګرام کښې به يوه ښځه تاسو ته د خپلې ملګرې په باره کښې قيصه کوى.

Wise decisions – Proverbs introduction
آيا تاسو ته فيصله کول ګران وى؟ خاص طور باندې هغه وخت کله چې تاسو له سمدستى يوه فيصله کول وى. د سمدستى فيصلې يا په هغه وخت باندې د فيصلې کولو مطلب دے چې مونږ د خپل تربيت او د تېر شوى وخت تجربو په مطابق فيصله وکړو.

Mediation – Jesus is our Mediator
په دې پروګرام کښې به تاسو د مينځګړى په حقله خبرې اترې اورئ چې يو مينځګړے څنګه خپل کردار ادا کولے شى او د دو کسانو تر مينځه صُلح راوستے شى. او د دې نه علاوه به تاسو د دې په باره کښې هم زده کړه کوئ چې عيسىٰ مسيح زمونږ مينځګړے دے.

Vegetables – Jacob & Esau
په دې پروګرام کښې به تاسو د سبزيانو په باره کښې او د کتابِ مقدس نه د حضرت يعقوب او عيسو قيصه هم اورئ. په تاسو کښې به هر يو کس خپلو بچو ته د سبزى خوړلو د پاره وئيلى وى ځکه چې دا زمونږ د صحت د پاره ډېر خاص دى.

Difficulties When Husband is not at Home – Jesus went away
لږ سوچ وکړئ، که تاسو ته معلومه شى چې تاسو سره صرف يوه موقع ده چې په آخرى ځل باندې يو خپل سره خبرې وکړئ، نو تاسو به ورته څۀ وايئ؟ آيا دا به ورته وايئ چې تاسو ورسره ډېره زياته مينه کوئ؟ يا تاسو به ورته څۀ نصيحت کوئ؟ تاسو چې هر څۀ ورته وايئ، نو دا به ډېر مهم وى.

Sleep – Psalm 23
ډېر خلق داسې وى چې هغوئ وودۀ کېدے نۀ شى او ټوله شپه به ويخ وى او مختلف آوازونه به يې تر غوږونو راځى او يا به د تيرې شوې ورځې په حقله سوچونه کوى. په دې پروګرام کښې به تاسو د خوب په باره کښې خبرې اورئ او اُميد لرو چې تاسو به ترينه ښۀ معلومات حاصل کړئ.

Childlessness – Hannah’s Story
په دې پروګرام کښې به تاسو د کتابِ مقدس نه د يوې ښځې قيصه اورئ د چا چې هيڅ اولاد نۀ وو او هغه ډېره خفه وه. دا قيصه د مايوسئ، خفګان، کينې او حسد په حقله ده.

Leadership – Jesus as Leader
آيا مشر يو صدر يا جرنيل دے؟ په دې پروګرام کښې تاسو سره د مشرانو په حقله خبرې شوى دى. تاسو به د دې په حقله خبرې اورئ چې يو کس څنګه ښۀ مشر جوړېدلے شى.

Chronic Pain – Temptation of Jesus
کېدے شى چې تاسو هم تر ډېرې مودې درد او ناجوړتيا تېرا کړې وى، که چرې داسې وى نو تاسو يواځې نۀ يئ بلکې نور هم ډېر خلق د داسې حالاتو نه تېر شوې دى او اوس هم تيريږى. ډېر خلق داسې شته چې هغوئ د جسمانى مسئلو په وجه په تکليف کښې دى. په دې پروګرام کښې به تاسو د درد په باره کښې او د دې د علاج په باره کښې ښې مشورې اورئ.

Reading – Jesus a Good story teller
مونږ څنګه خپلو ماشومانو ته ليکل او لوستل ښودلے شو؟ په دې پروګرام کښې به تاسو ماشومانو ته د ليکلو او لوستلو په حقله او د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ قيصه کوونکى په طور خبرې اترې اورئ.

Headaches – Suffering
زمونږ په ژوند کښې خامخا په مونږ ټولو باندې به يقيناً چې د سر درد راغلے وى. کله کله د سر درد وجه د دماغو رسولئ يا د فالج اټيک هم کېدے شى. تاسو د سر درد د پاره څۀ کولے شئ؟

Family Loyalty – Story – Ruth and Naomi
د روت او نومى قيصه اورئ. دا يوه ډېره پخوانئ قيصه ده چې د دوو ښځو په باره کښې ده او دا قيصه د مينې په باره کښې او د قيمتى او خاص څيزونو بائيللو په باره کښې ده. په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ د وفادارئ په باره کښې خبرې اورئ.

Dental Hygiene – Effects of Sin
په دې پروګرام کښې به تاسو د غاښونو په حقله خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د ګناه د اثر په باره کښې هم خبرې اورئ. خپل غاښونه په ښۀ طريقې سره د صفا کولو اهميت. په دې پروګرام کښې به تاسو د يو ډاکټر نه د غاښونو د خيال ساتلو په حقله ښې ښې مشورې واورئ.

Sowing and Reaping – Jacob & Joseph
په دې پروګرام کښې به تاسو د ډېر خاص موضوع په باره کښې خبرې اترې اورئ او تاسو به دا متل ضرور اورېدلے وى چې څۀ کرې هغه به رېبې. دې نه علاوه به تاسو د حضرت يعقوب او يوسف په باره کښې هم خبرې اورئ.

Family Influence – Jesus, a Real Person
په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ په حقله خبرې اورئ او دا به معلومه کړئ چې په مونږ باندې د دې څۀ اثر وى. کېدے شى دې سره مونږ ته خپل ځان ښۀ طريقې سره پېژندلو کښې مرسته ملاو شى او مونږ هم د خپلې کورنۍ په ميراث کښې يوه ښۀ حصه خپل راتلونکى نسل ته پرېږدو.

Brokenness – God can Heal our Brokenness
په دې پروګرام کښې يوه ښځه د خپل زوئ د مات شوى جهاز قيصه کوى او دا ښودنه هم کوى چې اکثر زمونږ په خپل ژوند کښې هم تعلق خراب شوے يا مات شوے وى. آيا داسې څۀ لار شته چې مونږ پرې دا خپلې ماتې شوې رشتې يا تعلق واپس سم کړو او که نه مونږ به داسې درد او تکليف سره ژوند تېروو؟

Tuberculosis – Entering the land
په دې پروګرام کښې به تاسو د ټى بى په حقله زده کړه کوئ او د يو ډاکټر نه به د دې په باره کښې د هغۀ د علم او تجربې په مطابق معلومات حاصلوئ. ټى بى د څۀ په وجه راځى او د دې څۀ علامات دى؟

Addictions 2 – Finding Jesus
په تېر شوى پروګرام کښې تاسو د يوې ښځې په باره کښې يوه قيصه اورېدلې وه چې شراب به يې څښل او دا د هغې يو عادت جوړ شوے وو. نو په دې پروګرام کښې به تاسو د هغې ښځې په باره کښې نورې خبرې هم واورئ چې د هغې دپاره کوم قدم اخستل ضرورى وُو.

Addictions 1 – Freedom in Jesus
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې قيصه اورئ چې شراب به يې څښل او دا د هغې د ژوند يوه عامه حصه جوړه شوې وه. کوم څيز چې مونږ ډېر زيات غواړو، د دې په باوجود که هغه مونږ له يا زمونږ کورنئ له نقصان هم راکوى نو مونږ د هغې عادى جوړيږو.

AIDS – Eternal life in Jesus
دا زيات تر چا ته لګيدے شى؟ آيا دا وادۀ شوو کسانو ته هم لګيدے شى؟ تاسو به په دې پروګرام کښې د ايډز په حقله خبرې اترې اورئ او د دې بيمارئ نه د بچ کېدو طريقو په حقله هم اورئ.

Being Different – Rahab chose God
کله چې مونږ له د خپلې معاشرې او خلقو نه خپل ځانونه بدل جوړول پکار وى نو هغه وخت مونږ په خدائ پاک باور کولے شو. په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې په باره کښې اورئ چا چې دا فېصله وکړه چې د خپل کلتور او معاشرې نه مختلف کار وکړى.

Heat Exhaustion – No Reason to be Tired
او ژوند ستاسو د پاره دومره ګران دے چې بلې ورځې ته نۀ شئ پاتې کېدے؟ او تاسو ډېر زيات بېزاره شوې يئ او حوصله مو بائيللې ده؟ اؤ ستاسو په ژوند کښې دومره خراب حالات دى چې دا سوچ کوئ اؤ وايئ چې خدائ پاک ستاسو خيال نۀ ساتى؟ آيا ستاسو ملګرو يا رشته دارو تاسو له مشوره يا نصيحت درکړے دے چې څنګه به خپلې مسئلې حل کوئ؟ نو په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې رښتينې قيصه اورئ او تاسو ته به معلومه شى چې خدائ پاک

Minerals – Faithfulness, Gentleness, Self-control
په دې پروګرام کښې به تاسو د آخرى دوو مېوو په باره کښې خبرې اورئ چې په کتابِ مقدس کښې يې ذکر شوے دے. دا دوه مېوې عاجزى او پرهېزګارى دى. کله چې تاسو لفظ عاجزى اورئ نو ستاسو په خيال کښې څۀ راځى؟

Vitamins C & K – Fruit of the Spirit, Part 3 – Goodness, Kindness
په دې پروګرام کښې به تاسو د خپل بدن په باره کښې زده کړه کوئ او د هغه خوراک په باره کښې به زده کړه کوئ د کوم چې زمونږ وجود ته ضرورت وى. د دې نه علاوه به تاسو د روح د مېوو په باره کښې خبرې اورئ چې ورته مهربانى او نيکى وئيلے شى.

Vitamins B & E – Fruit of the Spirit, Part 2 – Peace and Patience
که چرې تاسو يو کار کولو والا يئ او تاسو نه هېر شى چې تاسو د څۀ کولو د پاره روان وائى نو دا پروګرام ستاسو د پاره دے. تاسو به په دې کښې د وائټمنو د فائدو په حقله خبرې زده کوئ. د سلامتى او زغم څۀ مطلب دے؟
Recommended

McKinsey on Consumer and Retail

megahired.com

Hard Knocks Podcast

Effective Weight Loss for Moms | High protein, Strength Training, Lose Weight, Meal Planning, Fat Loss, Healthy Habits

The Human-Animal Connection - Pet Life Radio Original

Infinite Health with Dr. Arasi Maran

The Daily

World News Tonight with David Muir

English Vocabulary Help

The Joe Rogan Experience

TED Talks Daily

Learn English B1 with Daily News | English Listening Practice