Home Podcasts د یوې ښځې ژړا
د یوې ښځې ژړا

د یوې ښځې ژړا

Pashto Radio 38 episodes

په هر يو قسط کښې مونږ تاسو سره د مقامى کورنۍ يوه قيصه شريکوو. مونږ د خپلو عقيدو او رواجونو په حقله خبرې کوو. مونږ د هغه ستونزو په حقله خبرې کوو د کوم چې پوښتنې کورنۍ روزانه مخنيوے کوى. د دې نه علاوه مونږ د خُدائ پاک د کلام څخه د دې ستونزو د حل په حقله تاسو سره قيصۍ شريکوو. تاسو به زړه پورې ښکلې سندرې او شاعرى هم واورئ. په آخر کښې مونږ د مسيحى عالمى نظريې نه تاسو ته يو حل وړاندې کوو.

Episodes

God’s Prophets tell about the Anointed One 28:14 دوه خوېندې له دې امله چې هیڅوک ورسره په خپلو وعدو باندې وفا نه کوى پرېشانه دى او د بې وسۍ احساس کوى. د پروګرامونو په دې سلسله کښې مونږ د کتابِ مقدس په زَړه عهدنامه کښې وورېدل چې خُدائ پاک د يو وعده شوى کس په اړه خبره کوى. دا آخرى قيصه د مسیح په حقله پېشګویانې بیانوى: کله چې هغه راتلو، نو هغه څه ډول شخص وو او څه کار یې کاوه. کله چې بې حوصله شئ، نو خدائ پاک ته وګورئ. زړه لوظنامه مونږ ته د هغه وعده
The Sinner’s Predicament: What can I do? 28:00 يوه ښکلې قيصه چې پکښې د يوې بدرنګې ښځې وادۀ د يو ړوند سړى سره شوے وى او د هغوئ يو بل سره ډېره مينه وى. د دې پروګرامونو د سلسلو خلاصه: په ټول کتابِ مقدس کښې د پېدایښت، پلرونو، موسىٰ، قاضیان، بادشاهانو او پېغمبرانو له وخته د انسان ګناه ډېره زیاته وه. زمونږ د ګناه باوجود خدائ پاک مونږ سره مينه کوى او مونږ ته د بخښنې لاره برابروى. خدائ پاک زړه ته ګورى، ظاهر ته نه. د ګناه مبازله پکار ده. خدائ پاک د بخښ
God provides for a poor widow 28:00 یوې ښځې ته خپل د مېړۀ د اېکسيډنټ خبر ملاو شى. الیاس د ایزابل نه وتښتېدو او د خدائ پاک په حکم کارغان ورته خوراک ورکوى او د چينې نه اوبۀ څښى. هغه زرفت ته ځى او هلته د یوې کونډې څخه سوال کوى چې د خپل پاتې شوى خوراک نه ورته څۀ خوراک تیار کړى. خدائ پاک هغه خوراک ډېر کړو او کله چې د هغې زوئ مړ شو نو الياس هغه بيا راژوندے کى. خدائ پاک په سخته کښې مرسته کوى. کله کله مرسته په عجیبه لارو او طریقو باندې رسیږ
Two Evil Queens 28:01 دوه ښځې ځان ته د مېړۀ د پام راګرځولو دپاره بحث او جګړه کوى. په کتابِ مقدس کښې د سلېمان بادشاه د ډېرو ښځو قيصه چې د دې سبب شوې چې هغه د خدائ خلاف ګناه وکړى. د حضرت سلېمان نه پس بادشاهى تقسيم شوه او د بنى اِسرائيلو بادشاه احاب ايزابل سره وادۀ وکړو، چا چې به د معبدانو عبادت کولو او د خُدائ پاک له خوا د هغوئ قضاوت وشو. د هغې لور عتلیا هم یوه بدکاره ښځه وه او مخکښې له دې چې هغه په خپله هم ووژل شى، هغې
God chooses a new King after His own heart 28:01 دوه خوېندې چې يوه ښکلې او مغروره وه او بله ساده او عاجزه وه، د دوى سره ملاوېدو دپاره د هغوئ د ترور د زوئ کورنۍ ملاوېدو له راغلل. هلک دا غوره وګڼله چې د هغې عاجزې جينۍ سره وادۀ وکړى. خدائ پاک هم زړۀ ته ګورى، نه چې ظاهرى شکل ته. ساؤل بادشاه د خدائ پاک نافرمانى وکړه، نو خدائ پاک سموئیل د یسى کور ته ولېږلو چې د ټولو ځوان داؤد د نوى بادشاه په توګه غوره کړى. او آخر، حضرت داؤد یو ډېر لوئ بادشاه جوړ شو. ز
Hannah’s Prayer and the Birth of Samuel 28:01 یوه امیدواره ښځه د خپل ماشوم په اړه فکر کوى او د هغې يوه ملګرې ورله زيارت ته د تللو او نور داسې بې لارې څيزونو مشوره ورکوى. د خدائ پاک په کلام کښې حنا د زوئ دپاره دعا وغوښته او د هغۀ يې خدائ ته د وقف کولو وعده وکړه. سموئیل د خدائ پاک یو لوئ پېغمبر جوړ شو. اميدوارې ښځې له په خُدائ پاک باور کول پکار دى. حنا خپل زوئ سموئیل خدائ پاک ته وقف کړو. خدائ پاک سموئیل له برکت ورکړو.
Ruth Chooses Naomi’s God 28:01 يوه نا اُميده کونډه ښځه د کتابِ مقدس یوه قيصه اورى چې ترور یې ورته د دوه نورو کونډو ښځو یعنې نعومي او روت په حقله وویله. روت خپل قوم او وطن پرېښودل او راغله چې په بیت لحم کښې د نعومى په خدائ پاک باندې باور او توکل وکړى. د فصل پټى کښې هغه بوعز سره ملاو شوه او ورته يې ووئيل چې د هغې محافظ جوړ شى. لکه د راحب، روت د بنى اسرائیلو یوه مور او د مسیح نيکۀ ګنۍ شوه. د کونډو دپاره هیله. کله چې مونږ په خدائ پ
Miriam’s Sin & Cleansing 28:01 د ډېرې کينې په وجه يوه جنۍ د خپلې خور مخ وسوځوى. د موسىٰ خور مریم د هغۀ خلاف خبرې وکړې او خدائ پاک هغه د جذام په ناروغۍ باندې اخته کړه. موسىٰ دعا وکړه او خدائ پاک مریم ته شفا ورکړه، خو هغه یې د اوو ورځو دپاره د کېمپ نه وشړله. زمونږ ګناهونه په نورو باندې اثر کوى او مونږ دې توبه وباسو او زر تر زره د خپلو ګناهونو اقرار وکړو. کینه ظالم او بې رحمه شے دے. ګناه د درد او رنځ سبب جوړیږى. توبه او اقرار کول
When The People Rebelled 28:01 یوه ښځه خبر شى چې د هغې کېنسر دے او په دې سوچ کښې شى چې د مرګ نه وروسته به څۀ کيږى. موسىٰ کنغان ته جاسوسان ولېږل، خو ډیرو بد خبر ورکړو، که څه هم خدائ پاک بنى اِسرائيلو ته د دې خاورې د ورکولو وعده کړې وه. خلق ویرېدلی وُو او د خدائ پاک د امر د منلو او زمکې د اخستلو نه یې انکار وکړو. خدائ پاک هغوئ ته څلوېښت کاله خوراک ورکړو، خو هغوئ یې پرېښودل چې په سحرا کښې مړۀ شى. ژوند نازک دے. تاسو به د چا په خبر
A Place To Worship 21:45 دوه جينکۍ د ځناورو د قربانۍ په حقله خبرې کولې چې د خدائ پاک رضا او مهربانى ترلاسه کړى. په هغوئ کښې یوې ووئیل چې د ټولو دپاره يوه قربانى شته. خدائ پاک موسىٰ ته د عبادت د ځائ او د شاوخوا دېوال چې دننه پکښې د قربانۍ ځائ او د یوې خېمې د جوړولو دپاره چې دوه کوټې پکښې وې، لارښوونې وکړې او تفصیلى پلانونه ورکړل. په دې خېمه کښې هارون او د هغۀ زامن اولنى کاهِنان وُو. حقیقى عبادت مونږ د خدائ پاک ستاینې ته ور
God Gives His Holy Law 28:01 یو البینو ماشومه د خپل ورور د عمل په وجه د مرګ نه بچ شوه چا چې د هغۀ مور او پلار د ښۀ کار کولو دپاره متاثر کړى وُو. خدائ پاک د موسىٰ سره خبرې وکړې او هغۀ ته یې لس حکمونه ورکړل. نور ډېرې قاعدې او قوانين هم وُو، خو دا لس حکمونه د خدائ پاک خاص او پاک شريعت دی. مونږ دې په هوښیارتيا سره انتخاب وکړو. خدائ پاک د موسىٰ سره خبرې وکړې. لس حکمونه د خدائ پاک خاص حکمونه دی.
God Provides for His People 28:01 یوه غریبه کونډه د ناامیدۍ څخه غلا کوى. د خدائ وعدې او رزق ورکول د ابراهیم څخه تر موسی پورې بیا بیا وئیل شوى دى. بنى اِسرائيليان سحرا ته راغلل او خدائ د هغوئ دپاره هره ورځ د من باران ورولو. که چرې مونږ په خدائ باندې باور او توکل وکړو، نو مونږ به د هغۀ رزق ورکول ووینو. مونږ دې د غریبانانو سره مرسته وکړو. خدائ ټولو نسلونو ته وفادار دے. خدائ کله کله په معجزانه توګه هرڅۀ تیاروى.

Recommended

Playing